تبليغاتX
مشال
سياسي ، فرهنگي
 تكړ ژورناليست او شاعر نوراجان بهير
 

تكړه خبريال  اوشاعر نوراجان بهير د ۱۳۶۰ لمريز كال په ورستيو كې ، دخوست مركز متون سيمې  دمندوخېلو په كلي كې  دې نړۍ ته سترگې غړولې او په دوه كلنۍ  دخپل ټاټوبي لرې د (ډيورېند) پولې پورې قبائيلي سيمې  ته مهاجر شو  .

دخبريال له ويب پاڼې


بشپړمطلب
|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 دآشنا تلويزيون دپشتو برخې تكړه وياند سيدسلمان آشنا.

سید سلیمان آشنا په  ٢٠٠٣ کال په كابل کې د آرمان رادیو د خپرونو مدیر او د خبرې څانگې ایډیټر په توگه دنده درلوده. په ٢٠٠۴ کې د طلوع تلویزيون د ویاند او پرودیوسر، په ٢٠٠٦ کې د شمشاد تلویزيون د نشراتو د ریاست مرستیال او خبرې څانگې مدیر پاته شوی دی. هغه خپلې مسلکي زده کړې په کابل او متحده ایالاتو په هارورډ پوهنتون کې تیوریک او عملي سرته رسولي.د ٢٠٠٦ کال په پای کې د امریکا غږ اشنا تلویزيون سره د ویاند او پرودیوسر په توگه کار کوي

|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 داشنا تلويزيون دپشتو برخې تكړه ويانده ښايسته سعادت.

ښایسته سعادت د پنځو کالو راهیسې د امریکا غږ دپشتو برخې تكړه ويانده ده ، چې په پیل کې د رادیويي خپرونو ویانده او چلوونکې هم پاتې شوې ده . ښایسته سعادت د خبرو اترو د سیاسي بحثونو پروگرام هم پرمخ بيولى ، چې یو ساعته په ژوندۍ بڼه خپريږي . د اشناتلویزیوني دخپرونو د پیل سره سم هغه د امریکا غږ اشنا تلویزیون ویانده شوه. هغې په افغانستان، هند او امریکا کې زده کړې کړې دي.

|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 دهیواد اتل غازی محمد جان خان وردګ

  محمدجان خان وردګ هغه نومیالى افغان غازي دى ،چې دافغان انګليس په دويمه جګړه كې يې دتورې ځلا داستعمار ګر انګليس ستر ګې وبريښولې او دنورو اتلانو او غازيانو په ملتيا يې تيښتې ته اړ كړل.


بشپړمطلب
|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 استاد حبيب الله رفيع
   استاد حبيب الله رفيع دهېواد پيژندل شوې سياسي او فرهنګي ځېره ده، چې دپېژندلګلوۍ لپاره يي يواځې نوم يادول بس دي ، استادحبيب الله رفيع په ۱۳۲۴ لمريزكال( دمولانا نصرالله نقشبندي)كره دوردګو ولايت دسيدآباد والسوالۍ دوړې آبدرې په كلي كې زيږيدلى دى زده كړه يي په دينې مدرسوكې كړي ده له شعر اوادب سره يې له ماشوتوبه مينه درلوده.


بشپړمطلب
|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 امان الله عمران

امان الله عمران د ۱۳۵۱ لمريز كال د چنګاښ په يودېرشمه په كابل ښار كې زېږېدلى دى. پلار يې د غزني او مور يې د وردګو ولايت ده. د خپل عمر په لومړيو كې د كابل ولايت په سروبي كې اوسېدلى او لومړۍ زده كړې يې هم هلته كړې دي. بيا وردګو ته تللى او د لمريز كليز شپېتمې لسيزې په نيمه كې يې هلته زده كړې كړې دي. د همدې لسيزې په وروستيو كلونو كې پېښور ته ولاړ او هلته يې د افغان سيد جمال الدين په لېسه كې په زده كړې پيل وكړ، خو د لېسې وروستى يا دوولسم ټولګى يې د وردګو ولايت د چك ولسوالۍ د حضرت عمر فاروق په لېسه كې ولوست او خپلې ثانوي زده كړې يې هلته بشپړې كړې


بشپړمطلب
|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 مينه ساپۍ

دكليد راډيو تكړه  خبرياله  مېنه ساپۍ ده ،چې هميشه موسكۍ او په خپلوكارونو بوخته وي .

ساپۍ دكليد راډيو دنورو خبريالانوپه څيرپه خپلو ژوناليستيكي كارونو بوخته ده او هڅه كوي ،چې لا زيات څه زده كړې  . دساپۍ زيركتيا دستاينې وړ ده ، هغه كمې لارښوونې ته اړتيا لري ، يعنې دا،چې سر يې په خبره زرخلاصيږي . لومړنۍ اومنځني زده كړې سرته رسولې  اودكمپيوتر په برخه  كې هم مالومات لري .  ساپۍ درې كاله  په شمشاد ټلويزيون كې دكمره مين په توګه دنده ترسره كړې  او نږدې يوكال كيږي  ،چې په كليد راډيو كې څوتفريحي خپرونې پرمخ وړي  . دهغې زيات كوښښ ددې لامل  شو،چې په ډير كم وخت كې دخبرونو په وړاندې كولو برلاسي شوه او ددې ترڅنګه  اوس په دې توانيږي  .چې پښتو خبرونه هم توليد كړي .

|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 محمد زبير شفيقي

دهيوادپياوړی ليکوال ، ژورنالېست ، شاعراوډېر زيارکښه ژباړن محمد زبير شفيقي دافغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د کال غوره ژباړن په توګه غوره شوی او ده ته د ژباړې په برخه کې د لويو خدمتونو له امله د ( ابو محمد هاشم سرواني ) د سروزرو مډال ورکول کيږي . لومړی خو بايد ووايو ، چې ابومحمد هاشم سرواني لومړنی (  معلوم ) پښتون ژباړن دی ، چې په درېيمه هجري پېړۍ کې يې  له عربي څخه  پښتو ته ژباړه کړې ، خودا چې ولې ښاغلي محمد زبير شفيقي ته د غوره ژباړن  مډال ورکول کيږي  دا دافخار خبره ده ځكه شفيقي صاحب له نورو ژبو څخه پښتو ته زياتې ژباړې  كړې دي ،چې دهمدغه ويب پاڼې  په وروستۍ  برخې يې  ژپاړن شوي اثار او ژوند ليك  ليكل شوي دي تاسې كولاى شي هغه هم ولولئ  .

|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 په امريکا کې افغان زده کړيال ښه وځليد.

(اوهايو، امريکا): افغان زده کړيال احمد ضيا افغان د امريکا د اوهايو ايالت په اوبرلين پوهنتون  کې د هيواد پيژندنې په غونډه کې  ښه وځليد.

احمد ضيا افغان په هغه غونډه کې چې د بيلابيلو هيوادونو زده کړيالانو (محصلينو) پکې د خپلو هيوادونو تاريخ، کلتور، جفرافيه،اقتصاد او اوسني سياسي حالت په اړه  ويناوې کولي، خپله برخه وکړه او د ناستو علمي شخصيتونو له خوا ښه وستايل شو.

احمد ضيا افغان د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد کې زيږیدلی دی او دا مهال د دوه کلن اکاډميک سفر په ترڅ کې د اوبرلين په پوهنتون کې دی. نوموړی د اقتصاد په څانګه کې په زده کړو بوخت دی.


بشپړمطلب
|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 د علامه رشاد بابا (رح) ژوندليك

علامه اكاډيمېسن پوهاند عبدالشکور رشاد بابا د ۱۳۰۰ لمريز كال د لړم د مياشتي پر درويشتمه نېټه (١٤ نوامبر ١٩٢١) چې له لويي برتانيې څخه زموږ د ګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر سوي وه، د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې دي .

 دې كورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ د علم او پوهي سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان د مروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره، په پاړسي عربي اردو او انګرېزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان د خپل وخت مشهور سوداګر وو، ورنيكه ( غور نيكه) يې محمد جان خان ، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي د يو لك سكو خاوند او د معاصر افغانستان د بنسټ ايښودونكي ستر ټولواک غازي احمدشاه بابا(رح) (١١٦٠- ١١٨٦ هـ ق) ( ۱۷۴۷ ۱۷۷۳ م ) د وخت له مشهورو خلكو څخه و.


بشپړمطلب
|+| ليكوال : امان الله نصرت  |
 
 
سرته